ننګرهار کې یو اندازه چرس او هیرویین کشف او ترلاسه شول

له نشهيي توکو سره د مبارزې ځانګړې قطعې د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په "ګلوکوه" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۴۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شوي او د نشهيي توکو د یادې محمولې په تړاو څوک نهدي نیول شوي.
بلخوا له نشهيي توکو سره د مبارزې ځانګړې قطعې د لویې لارې له منسوبینو سره یو ځای د جلالاباد – تورخم پر لار د یوه بل عملیات په پایله کې ۱۳ پاکټه نشهيي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشهيي توکي په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.