۶ ولایتونو کې ۲۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۳/۹ - ۱۴:۵۶
1

تېره ورځ ملي پولیسو په تخار، ننګرهار، هلمند، دایکندي، پروان او کاپيسا ولایتونو کې د جنايي جرمونو ضد ځينې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ جلال اباد ښار کې ۱۰ تنه د قتل او وسله والو غلاوو، کاپيسا کې درې تنه د غلا، نادعلي کې یو غل، دایکندي کې اوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او جنايي جرمونو، چاریکارو کې دوه غله او تخار کې هم دوه تنه د قتل په تور نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر غلا شوي مالونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.