لوګر او هلمند کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۱۳:۵۲

لوګر او هلمند ولایتونو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ په جلا نښتو کې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ په "تقي‌قلعه او سرسنګ قلعه" سیمو کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو ترورېستي بریدونه سازماندهي کړي وو، چې د پولیسو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي.
د دې نښتې په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او پینځه نور ټپيان شوي دي.
بل‌خوا د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په "مالګیر" کلي کې هم د ملي پولیسو د ځوابیه برید په پایله کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور ترهګر ټپيان دي.
له‌دې نښتې وروسته د ۶۰۱ لویې لارې کنډک پولیسو د مالګیر کلي د چاڼ عملیات پیل کړل، چې په لړ کې يې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور ترهګر ټپيان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو له لوري ۲۵ کړۍ بېلابېل ډوله ځای پر ځای شوي ماینونه هم د پولیسو له‌خوا کشف او له منځه وړل شوي دي.