ننګرهار کې د نشه‌يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۳:۵۲
10

تېره ورځ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د نشه‌يي توکو دوه قاچاقبران نیولي دي.
یادو کسانو ۹۸ کیلوګرامه چرس په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې غني‌خېلو ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي.