لوګر او بدخشان کې ۳۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي
تېره شپه په لوګر او بدخشان ولایتونو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتو کې د ترهګرو طالبانو ګڼ ترورېستي بریدونه شنډ او له امله یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت په برهکي برک او خروار ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو او ولسوالۍ بریدونه کړي، چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې ۲۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د دې نښو په لړ کې د ترهګرو یو عراده موټر، شپږ عرادې موټرسایکلونه او یو میل پیکا هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادولو ده چې په یادو نښتو کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې پینځه سرتېري شهیدان شوي او درې نور برسېرن ټپيان دي.
همداراز د بدخشان ولایت په نسيدرواز ولسوالۍ کې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر "مخدوم معراج" په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي او د ترهګرو د نومول شوي ولسوال "جمعه" په ګډون ۸ نور ژور ژوبل شوي دي.