هلمند کې د یوه محصل د تښتونې او قتل عاملین ونیول شول
د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د یوه محصل د تښتونې او قتل په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو درې ورځې دمخه د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې د "طب" یو محصل له تښتونې وروسته په بېرحمانه ډول وژلی و.
دې کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او نسبتي دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو لهپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.