کندهار او تخار کې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۴:۲۳
01

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه په کندهار او تخار ولایتونو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور مرګوني ټپيان شوي دي.
له دې منځه د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشانو سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر‌منځ نښته کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
همداراز د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر‌منځ نښته کې ۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په‌دې نښته کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې یو دفاعي سرتېری هم شهید شوی دی.