زابل کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي

پرون شپه د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ ملي پولیس د مرکز کلات ښار په "هزارتګ" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې نښتې په ترڅ کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور مرګوني ټپيان دي.
د نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي هم د زابل پولیسو لاسته ورغلي دي.
پدې نښته کې ځايي خلکو او پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.