میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون دوه ترهګر وژل شوي او دوه نور نیول شوي

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په دیپاک کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې میر آغا او ثناګل مشهور په نور آغا چې د ترهګرو طالبانو کلیدي غړي دي، هم شامل دي.
له دې کسانو څخه یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.