پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او له منځه یوړل شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۱۳
7

د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د اومنې ولسوالۍ په "ګیناوه" سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او له منځه وړی دی.
په یاد پټنځای کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر بېلابېل ډوله ماینونو او چاودېدونکو توکو شتون درلود، چې د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ کړای شول.
د دغو ماینونو او چاودېدونکو توکو په کشف او شنډ سره د بېګناه ملکي خلکو له درنې مرګ ژوبلې مخنیوی شوی.