لوګر کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۸:۴۷
5

تېره ورځ د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۴۰ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د یادو ملي پولیسو په فراغت غونډه کې د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه، د پکتیا ولایت د پولیسو د ښونیز مرکز پلاوي او د ملي پولیسو یو شمېر منسوبینو ګډون کړی و.
پدې فراغت غونډه کې د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال محمد زمان عیار دندې ته د فارغینو په ژمنتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، چې د دندې پرمهال باید هر چلند د قانون په رڼا کې ترسره شي.
عیار همداراز وویل، چې یاد پولیس په مسلکي ډول روزل شوي او د اتو اوونیو په لړ کې یې په بېلابېلو برخو لکه: د وسلو تخنیک، د پولیسو او بشر حقونو اړوند زده کړې ورکړل شوې دي.
د یادونې ده چې د فراغت غونډې په پای کې روزل شويو پولیسو ته د فراغت سندونه او ستاینلیکونه هم ډالۍ شوي دي.