پروان کې چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۷

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کوه صافي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.

په کشف شویو مهماتو کې ۲۵ ډزه د درنو وسلو ګولۍ، یو کړۍ ماین او د دهشکه وسلو یو شمېر مهمات شامل دي، چې تېره ورځ د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ په اړوند سیمو کشف او شنډ شوي دي.

همداراز د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د پروان پولیسو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د یوې اورلګېدنې مخه نیولې او پولیس توانېدلي چې د ځانې او مالي زیانونو مخه ونیسي.