هرات کې پولیسو څلور تنه د وسله والې غلا او د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱ - ۱۲:۲۹
moi

د هرات ولایت د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د دې ولایت د ملي پولیسو له خوا درې تنه د وسله والې غلا په تور ونیول شول.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او له یادو کسانو یو میل تفنګچه، یو شاجور، دوه فیره مرمۍ او یو عراده موټر سایکل نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ، هرات کې پولیسو یو تن د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولی دی. یاد کس غوښتل څه باندې پنځه کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله او ۴۰ ګرامه د تریاکو له ډوله قاچاق کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د هرات ولایت له پنځلسمې ناحیې نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې فراه ولایت کې هم دوه تنه حرفه یي غله نیول شوي دي. یاد کسان د موټر د غلا په تور د فراه ولایت د مرکز، ننګآب کلي اړوند سیمه کې ونیول شول. له دې کسانو یو سراچه ډوله موټر د پولیسو لاسته ورغلی دی.