ننګرهار کې په شپږو مياشتو کې نیول شوي شاوخوا ۱۳ نیم ټنه نشه یې توکې وسوځول شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۰:۳
x
ننګرهار ولایت کې د پولیسو له لورې په تېرو شپږو مياشتو کې تر لاسه شوي دیارلس نیم ټنه بېلابېل ډوله نشه یې توکي د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې وسوځول شول .
 
دغه نشه يي توکي چې پکې تارياک، هيروين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل دي، د عملیاتو،پلټنو او نورو هلو ځلو په ترڅ کې په دیارلس سوه اووه نوي او اته نویم کالونو کې نیول شوي وو،چې نن وسوځول شول .
 
د تېر یو کال په موده کې په ټول هيواد کې ۶۳۰ ټنه بېلابېل نشه یې توکې نیول شوي،چې په جرم یې نیول شوي ۳۲۰۰ تنه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي او په یاده موده کې زرګونه میله وسلې هم ترلاسه شوي .
 
د عملیاتو پر مهال د هيواد په کچه د نشه یې توکو ۱۱۰ لابراتوارونه هم له منځه تللي، چې ننګرهار هم په کې شامل دی.