د کورنیو چارو وزیر الحاج سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې هیواد له ځانکړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

moi-af
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۴:۲۵
ase

په دغه کتنه کې چې، د روسیې د سفیر په ګډون د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت زراعت، انرژۍ وزارت استازي هم شامل وو، د دواړو هیوادونو په هر اړخیزو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي کابلوف په خپلو خبرو کې وویل: روسیه کولای شي چې د افغانستان اسلامي امارت اړتیاوې پوره کړي او د همکاری لاس ورکړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي حقاني، په خپلو خبرو کې ښاغلي کابلوف او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په تېر کې د سولې  پروسه کې د روسیې هیواد له هڅو مننه وکړه ویې ویل: مونږ خپلو ټولو کړیو ژمنو ته ژمن یو  افغانستان به وروسته له دې د هیڅ ګاونډي او نورو هیوادونو لپاره خطر نه وي.
د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام، د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هیوادونو ګډ کار وباله او نشه یي توکي یې تنها د افغانستان نه بلکه د ټولې نړی لپاره ستر ګواښ یاد کړ او په ګډه مبارزه یې ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني راغلي پلاوي ته یادونه وکړه چې د بهرنیو هیوادونو لپاره ښه فرصت را منځ ته شوی تر څو اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او ګډو منفعتونو ته ګډ کار وشي.
دواړو لوریو د ښو اړیکو په دوام ټینګار وکړ