د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني نن له غرمې وړاندې د کورنیو چارو وزارت اړوند عامه اړیکو لوی رییس او کار کوونکو سره وکتل.

د کورنیو چارو قدرمن وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن دوشنبه د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو لوی ریاست څخه د لیدنې پرمهال د عامه اړیکو له رییس، د دغه ریاست مرستیال ، د څانګو آمرینو او یو شمېر کارکوونکو سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې د عامه اړیکو لوی رییس، قدرمن خلیفه صاحب ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ریاست لاسته راوړنې، راتلونکې موخې او په رسنیز ډګر کې شته ستونزې یې له قدرمن حقاني صيب سره شریکې کړې. نوموړي ډاډ ورکړ چې د وزارت له پالیسۍ او د مشرتابه له لارښوونو سره سم به د عامه اړیکو او مطبوعاتي مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ وساتي.
قدرمن خلیفه صاحب د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د عامه اړیکو لوی ریاست د تېرو فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
خلیفه صاحب د نظامونو پایښت او پرمختګ په برخه کې مطبوعات مهم اصل وباله او زیاته یې کړه: "د ملت يوالی او اتحاد د مطبوعاتو او فرهنګي اشخاصو ذمه واري ده، باید په ښه توګه خپله ذمه واري سرته ورسوي".
قدرمن خلیفه صاحب مطبوعاتي مسؤلینو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: "متحد اوسئ او خپلې مطبوعاتي چارې د اسلامي امارت د پالیسئ له مخې په منظم ډول پرمخ یوسئ".
په پای کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د عامه اړیکو لوی ریاست له یو شمېر امریتونو او پولیس راډیو څخه لیدنه وکړه.