امنیتي ځواکونو؛ پنځو ولایتونو کې ۱۰ تنه نیولي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۱۴
sfdfgfg

امنیتي ځواکونو په کندز، تخار، سرپل، سمنګان او هرات کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، وژنې، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تړاو ۱۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، یو تن د ناقانونه وسلې ګرځولو او یو تن د قتل په تړاو په تخار، درې وسله وال او مسلکي غله په کندز، دوه تنه د اخلاقي فساد او یو تن د غلا په تړاو په سمنګان، دوه وسله وال غله په سرپل او یو تن د غلا په تړاو د هرات ولايت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.