امنیتي ځواکونو؛ اتو ولایتونو کې ۲۴ تنه نیولي

امنیتي ځواکونو د بېلابېلو جرمونو په تړاو په سرپل، ننګرهار، هرات، تخار، کاپیسا، سمنګان، پروان او ارزګان کې ۲۴ تنه نیولي دي.
له منځه یې، سرپل کې پنځه وسله وال او مسلکي غله، ننګرهار کې دوه تنه د ناسمه ګټه اخېستو، دوه تنه د وسلو د ناقانونه لرلو او یو تن د قاچاق په تړاو او په تخار کې پنځه تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان او څلور تنه د مهماتو د لېږد او ساتلو په تړاو په کاپیسا، پروان او اروزګان کې نیول شوي دي.