په ۸ ولایتونو کې؛ په لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او ۵ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۹:۲۶
hhdgghhgd

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۹ جریبه ځمکه د غور په ولایت کې، له دوه جریبو څخه زیاته په ارزګان ولایت کې او په لسګونه جریبه نوره د کابل او زابل په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په پروان کې، دوه تنه په خوست کې او یو بل تن له ۲۱ کیلو ګرامو چرسو سره د تخار په ینګي قلعه ولسوالی کې نیول شوی.
په همدې حال کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د ایف په نوم د نشه یي توکو یوه کارخونه په غور ولایت کې کشف او لس ټنه یامه نشه یي توکو د بامیانو په پنجاب ولسوالی کې کشف او وسوځول.