په ٤ ولایتونو کې؛ سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او ٦ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲۵
fdfdfdf

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۶۴ جریبه ځمکه د بدخشان په شهدا او وردوج ولسوالیو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، یو تن له ۱۱۴ کیلو ګرامه چرسو سره په ننګرهار کې، ۳ تنه د نشه یي توکو د خرڅلا په تړاو په سمنګانو کې او ۲ تنه نور د نشه یي توکو خرڅوونکي په هرات ولایت کې نیول شوي.