په ۵ ولایتونو کې؛ په نشه روږدي ۴۰ تنه راټول او ۱۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۴۰ تنه په نشه روږدي کسان د بغلان ولایت پلخمري ښار له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدولي.
دغه راز، ۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ ولایت کې، ۷ تنه په هرات کې، یو تن په تخار کې او دوه تنه نور د تابلیت کا د خرڅلاو په تړاو په بدخشان ولایت کې نیول شوي.