د کابل پولیسو 30 تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
moi


د کابل ښار له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې لاندې لاسته راوړنې درلودې:
د کابل پولیسو، اتلس تنه د کورونو د غلا، چپاول، د موټر سایلکلونو د غلا، لاره نیونې، د موبایلونو غلا، د موټر د پلېت غلا، د موټرونو غلا، د قتل او د پیسو د غصب په تور د دویمې، شپږمې، اوومې او دیارلسمې حوزو اړوند له سیمو نیولي دي.
د دې ترڅنګ، د کابل ښار د امنیه قومندانۍ منسوبینو لس تنه نور د اته لکه او پنځوسو زرو افغانیو، پنځه سوه امریکايي ډالرو، نهه کړیو بنګړیو، یو لاکټ، پنځه کړۍ ګوتو، دوه سیټه موبایلونو او د تابعیت دوه جلده پېژندپاڼو د غلا په تور، د لومړۍ او درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیولي دي.
له دې سره، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه چې د عامو خلکو په ټپي کېدو او د ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې د وژنې او دوه نورو د ټپي کېدو لامل شوې، یو یې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمې او بل یې هم چې ننګرهار ته تښتېدلی و، نیولي دي.