د پاسپورټ عمومي ریاست خبرتیا!

moi-af
d

۱۶ رمضان ۱۴۴۳
۲۹ وري ۱۴۰۱
د پاسپورټ ریاست خپلو د پاسپورټ غوښتونکو مراجعینو ته د پاسپورټ د ویش په برخه کې په پام کې لري، چې خپلو هېوادوالو ته لس کلن پاسپورټونه وویشي.
د پاسپورټ ریاست د رهبرۍ د پرېکړې له مخې له دې ورسته هر هېوادوال چې عمر یې له ۱۵ کالونو څخه لوړ وي، باید د پنځه کلن پاسپورټ پر ځای لس کلن پاسپورټ ترلاسه کړي.
دغه راز هغه کم عمره ماشومان چې عمر یې له ۱۵ کالونو څخه کم وي، دوی په یاده پرکړه کې شامل نه دي او د تېر په څېر پنځه کلن پاسپورټونه ورته ویشل کیږي.
د پاسپورټ ریاست یاده پرېکړه د زیاتې ګڼې ګوڼې د کمونې او د پاسپورټونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو  په موخه کړي ده.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

Back to announcements