د کورنیو چارو سرپرست وزیر له جهادي مشر استاد سیاف سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن د هېواد له جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال په دې کتنه کې د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله د استاد سیاف د دریځ درناوی وکړ او د هېوادوالو په ملي انسجام کې یې د استاد رول ګټور یاد کړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مورال د هېواد د علماوو فعال نقش اړین او اغېزناک یاد کړ او د ملي دفاع په برخه کې یې د هېوادوالو پر بسیج ټینګار وکړ.