پر دښمن نور هېچ رحم نه کوو او نیول شوې سیمي به ترې بېرته نیسو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۹:۲
8

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کندهار والي الحاج‌ روح‌الله خانزاده او امنیتي مسؤلینو سره په ګډه ناسته کي وکړې.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل، کندهار د خپل تاریخي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ارزښت له مخي ټول هېواد ته لومړیتوب لري او د کندهار عزت د ټول هېواد عزت دی، چي په وینا یې دښمن به پرې‌نږدي، ترڅو خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي؛ بلکې دښمن ته به سخته ماته ورکړل شي او نور به ورباندي هیڅ رحم ونه کړي.
امنیتي معین وویل، کندهار ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د لارښوونې سره سم راغلی ترڅو د نظامي قووتونو ترمنځ لا ښه همږغي رامنځته، د دښمن د ځپلو په موخه ځانګړي عملیاتي پلانونه تطبیق او هوايي قووتونه لا سره منسجم کړي څو له لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو په موخه منظم عملیات پیل کړي.
په پای کې د کندهار والي د ښار او ټولو ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه وروستي معلومات د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سره شریک کړل او د همکاریو د جلب په موخه یې ځانګړي وړاندیزونه واورول، چي په اړه یې یو شمېر پلانونه ترتیب او پرېکړې ترسره شوې.