د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پروان او کاپیسا ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یادو ولایتونو ته سفر وکړ

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۲۰:۴۸
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د پروان او کاپیسا ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایتونو ته سفر کړی. 
جنرال عبدالستار میرزکوال د پروان او کاپیسا د امنیت د ارزونې په هدف امنیتي غونډه ترسره کړه او په یادو ولایتونو کې یې د شته ستونزو او ننګونو راپور واورېده. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیت د ټینګښت او د دې ولایتونو د مېشتو غوښتنو ته د رسېدنې لپاره مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د دوښمن د خوځښتونو د شنډولو په پار یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا همغږۍ ټینګار وکړ.