پروان او نیمروز کې یو اندازه چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۱۱ کړۍ ماینونه او د توغندي یو ډز ګولۍ کشف کړې دي.
یاد چاودېدونکي توکي له کلونو راهیسې د جبل السراج ولسوالۍ په مناره کلي کې په یوه کنډواله کې ځای پر ځای شوي وو.
همداراز؛ د نیمروز ولایت په نهر لشکري سیمه کې هم د پولیسو د یوه بل اقدام په ترڅ کې د ترهګرو د درنو وسلو یو ډز ګولۍ کشف او شنډ شوې ده.