کابل او کندهار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۳۹
۸

د کابل پولیسو منسوبینو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند کارتې سې سیمه کې یوه استوګنیز کور ته څېرمه او همدارنګه د نولسمې حوزې د سړک پر مسیر د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو.
همدارنګه؛ پولیسو د کندهار ښار د دویمې حوزې په اړوند کارېز بازار سیمه او د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې هم دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د بې‌ګناه خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.