ریاض درمل: د پولیسو د لوژېستیکي ستونزو هواری لومړیتوب دی

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۰:۵۱
8

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال ریاض درمل د ننګرهار ولایت د پولیسو د تامیناتي چارو او لوژېستیکي ستونزو د ارزونې او هواري په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی. 
ریاض درمل د دې سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت او پولیسو له مشرتابه سره هم کتلي او د ننګرهار پولیسو شته ستونزې او ننګونې یې له نږدې اورېدلې دي. 
ښاغلي درمل زیاته کړې، چې پولیس د عامه نظم د ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د تامیناتي ستونزو د هواري بهیر ته به یې بې له ځنډه کار کېږي. 
هېره دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال تر دې دمخه د لغمان او کونړ پولیسو تامیناتي او لوژېستیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه یادو ولایتونو ته هم سفر کړی و.