د افسرۍ د ظرفیت لوړونې له کورس څخه د پولیسو سلګونه تنه منسوبین فارغ شول

د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتني کورس څخه د ترافیک پولیسو د ۷۰ تنو منسوبینو په ګډون د پولیسو ۴۲۰ تنه منسوبین فارغ شول.
د پولیسو د ښوونیز مرکز قوماندان د دې مراسمو په ترڅ کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په دې کورس کې د حقوقي، جنایي، لوژېستیک او مخابرې برخو مسلکي زده کړې تدریس شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له ساتنمنۍ څخه افسرۍ رتبې ته د ارتقاع یو عمده شرط د دې کورس زده کړه ده او یاد ساتنمنان اوس کولای شي د افسرۍ رتبه ترلاسه کړي.