پغمان کې د ترهګرو طالبانو یو غړی چې د مقناطیسي ماینونو په ځای پر ځای کولو کې یې نقش درلود، له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې له امله يې د پولیسو او طالبانو تر منځ د نښتې په پایله کې یو ترهګر طالب وژل شوی او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د ترهګرو طالبانو یادې ډلې په کابل ښار کې د ترورېستي پېښو په سازماندهي کې په ځانګړې توګه د مقناطیسي ماینونو په ځای پر ځای کولو کې فعال نقش درلود.
له یادې ډلې څخه یوه قبضه تومانچه، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.