کندهار کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۷:۲۵
1

پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۳۹۹

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار په باغ پل سیمه کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس د امفتامینو "ښيښه" د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۱۴۰ کیلوګرامه ښيښه د تیکې په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وه او غوښتل یې د مسافر وړونکي موټر په وسیله یې له فراه ولایت څخه نیمروز ولایت تر لېږدونې وروسته له هېواد څخه بهر ته قاچاق کړي.
د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.