کابل او ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۱:۲۳
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل په ارغندې چوک او د خیرخانې په کوتل سیمه کې دوه تنه له ۱۹۹۰ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو او څلور کیلوګرامه چرسو سره او همدارنګه د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې هم یو کس له ۳۳۰ کیلوګرامه بنګدانو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.