کندوز او تخار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۷:۳۶
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندوز او تخار ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کندوز ښار په شپږمه ناحیه کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور له زر قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره، د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې یو کس د لسو بستو چرسو د قاچاق او همدارنګه د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.