د ادارو رییسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د ترسره شویو چارو راپور د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته وړاندې کړ

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمدمسعود اندرابي چې د دې غونډې ریاست پر غاړه درلود، د پولیسو د بېلابېلو ادارو د رییسانو او مسوولینو د ترسره شویو کاري راپورونو تر اورېدلو وروسته یې وویل، چې په وروستیو کې د سیستم جوړونې په برخه کې د پام وړ پر مختګ رامنځته شوی او د دې لړۍ په بشپړېدو سره به کورنیو چارو وزارت په راتلونکي کې یو غوره او باظرفیته برېښنايي سیستم ولري.
د دې غونډې په لړ کې د بودیجې د مصرف پر څرنګوالي هم غور وشو او د کورنیو چارو سرپرست وزیر چارواکو ته په ټينګار سره وویل، څو د پولیسو اړتیاو ته پر وخت رسېدنه وکړي او هره اداره د بودیجې په مصرف کې د روڼتیا او ځواب وینې د ځواک په درلودو سره کوښښ وکړي.
محمدمسعود اندرابي د فساد پر وړاندې مبارزې ته هم ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د روڼتیا او له فساد څخه د مخنیوي په پار به د پولیسو چارواکو او ادارو مسوولینو بانکي حسابونه تر څېړنې لاندې وي.
په پای کې ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو د امنیتي وضعیت د سفر ارزونې شریکې کړې او ویې ویل، چې د ترهګرو طالبانو ترورېستي خوځښتونه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او دې ډلې ته په یادو ولایتونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.