کابل، بلخ او بامیان کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو د کابل، بلخ او بامیان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، ژوبلې، تاوتریخوالي، جعلي پیسو او دوکې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ په بلخ ولایت کې درې تنه د یوه موټر چلوونکي د وژنې، دوه تنه د ژوبلې او یو کس د تاوتریخوالي او همدارنګه په بامیان ولایت کې هم درې تنه د دوکې د قضیو په تړاو نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو هم په کابل ښار کې د ځینو هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د جعلي پیسو د ترویج په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۲۹۵۰۰۰ افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.