د کابل په موسهي کې د درنو وسلو د مهماتو یو پټنځای کشف او ترلاسه شو

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د درنو وسلو د مهماتو یو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
له دې پټنځای څخه د ۸۲ توپ ۴۷ ډزه ګولۍ هم ترلاسه شوې او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
ترهګرو غوښتل له یادو مهماتو څخه په کابل کې د ترورېستي پېښو په سازماندهي کې ګټه واخلي.
همداراز دې ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې هم د یو بل عملیات په ترڅ کې یو کس د ترهګریزو بریدونو د سازماندهي په تور نیولی دی.