کابل، پروان، تخار، پکتیا او سرپل کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۰:۳۰
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، پروان، تخار، پکتیا او سرپل ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل په ډسپېچري سیمه کې یو کس د ۱۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق، په تخار او پروان ولایتونو کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور، د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې یو کس د ۱۵۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او همدارنګه د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس له یو اندازه "ښيښه او هیرویینو" سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.