د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د مخدره توکو یو قاچاق وړونکی د پولیسو له خوا ونیول شو
د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، یو کس چې ۷۴۶ ګرامه هیرویین یې په خپل نس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هند ته یې ولېږدوي؛ تر پېژندنې وروسته ونیوه.
د دې ترځنګ؛ کابل کې د پولیسو له خوا د مخدره توکو پرچون پلورونکي ونیول شول.
د کابل ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، دوه تنه له ۲۵ ګرامو امفیتامینو او ۵۷ ګرامو هیرویینو سره چې په پرچون ډول یې پلورل؛ د ۱۱ مې او دوهمې ناحیې له اړوند سیمو ونیول.
له دې سره، د اولې او اولسمې ناحیې له اړوند برخو دوه تنه نور هم چې ۱/۲۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله، اته ګرامه هیرویین او دوه ګرامه امفیتامین چې په پوریو کې یې ځای پر ځای کړي وو؛ ونیول.
همداراز هرات ولایت کې د پولیسو له خوا د مخدره توکو دوه قاچاق وړونکي نیول شوي.
د هرات ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت د سرحدي هوایي ډګر د پولیسو په مرسته، یوتن چې چې د هرویینو ۶۵ کپسولونه یې، چې ۸۶۵ ګرامه وزن یې درلود او غوښتل یې هند ته یې ولېږدوي ونیوه.
له دې سره یو بل تن چې غوښتل یې یو کیلو ګرام چرس له فراه څخه هرات ته ولېږدوي، د دې ولایت د ګذره ولسوالۍ په میر داوود سیمه کې ونیوه.
همدارنګه ننګرهار ولایت کې هم د پولیسو له خوا ۱۴ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.
د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله ونیول.
نیول شوي مخدره توکي په یو کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او په تور یې یو تن نیول شوی دی.
له دې سره، یو بل کس چې ۲۰ کیلو ګرامه چرس یې په هالتو ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو، د بهسودو ولسوالۍ له ثمرخېلو کلي ونیول شو.