زابل کې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۴:۵۴
1

ترهګرو طالبانو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د زابل ولایت د مرکز کلات ښار او د شهرصفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي او له کبله یې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د یادو نښتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او همدارنګه لېږدوونکي وسایط هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هېره دې نه وي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو له ترهګرو طالبانو سره د نښتې پر مهال د ترهګرو ۱۸ کړۍ بېلابېل ډوله ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.