د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د فاریاب، لغمان او غزني ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه د قتل، وسله والو غلاو او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه د فاریاب ولایت په مرکزي سیمو کې درې تنه د قتل، غزني ښار کې یو کس د وسایطو د غلا او همدارنګه د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه چې په ځورونې او ژوبلې تورن وو، نیول شوي دي.