د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۴۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ترهګرو طالبانو د خوست، کندهار، زابل او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي او له کبله یې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د ولسوال د مرستیال "ملا عیاض" په ګډون ۲۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
یادې نښتې د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار او د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د یادو نښتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او لېږدوونکي وسایط هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.