کابل کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړې قطعې د کابل ښار د ۱۰مې ناحیې په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه نږدې درې کیلوګرامه "ښیښه" ترلاسه شوې ده.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.