ننګرهار، فاریاب او نیمروز کې یو اندازه نشه يي توکي او الکولي څښاک کشف او ترلاسه شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۹ - ۱۳:۴۲
1

د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کنګ ولسوالۍ په دروېشک کلي کې د نشه يي توکي ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۹۵ کیلوګرامه تریاک چې په یو عراده کرولا ډوله موټر کې د قاچاق په موخه په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط شوي او د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
بل خوا د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو هم په رودات او ده بالا ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې درې تنه د دوه کیلوګرامه تریاکو او دوه کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
همداراز د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د میمنې ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د ځینو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د الکولي څښاکو د تولید او ۵۱ کیلوګرامه تخمیر شویو ممیزو سره یو ځای نیولی دی.