جوزجان کې د ترهګرو طالبانو د مهم غړي خیرالله "پهلوان" په ګډون ۲۷ ترهګرو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوزجان ولایت د منګجک ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د "۲۲۴ شاهین" تر نامه لاندې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په لړ کې تر دې مهاله د ترهګرو طالبانو د مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
همداراز پهدې عملیاتو کې د منګجک ولسوالۍ څو واړه او لوی کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او ۱۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو د ترهګریزو بریدونو په هدف د یادو سیمو پر سړکونو ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
ترهګر طالبان د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې له ملکي خلکو د انساني سپر په توګه استفاده کوي او دې ترهګرې ډلې د یادو سیمو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري امنو سیمو ته لېږدول شوې دي.
پهدې عملیاتو کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.