ننګرهار کې درې تنه د ۹۹ کیلو‌ګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
1

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د نهمې ناحيې او بهسود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د ۹۹ کیلو‌ګرامه "چرسو او هیرویینو" د قاچاق په  تړاو نیولي دي.
له دې منځه په بهسود ولسوالۍ کې یو کس د ۸۵ کیلو‌ګرامه چرسو د قاچاق او د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه د ۱۵ کیلو‌ګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.