د پولیسو په ښوونیزو مرکزونو کې محافظتي کڅوړې او روغتیايي توکي ووېشل شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۵:۵۸
01

کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې د روغتیايي او درملنې توکو د وېش په لړ کې دا ځل د پولیسو په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت روغتیايي توکي ووېشل.
پېرل شویو کڅوړو کې ماسک، چپنې، خولۍ، یو ځل مصرفه دستکشونه، صابون او همداراز عفوني ضد توکي شامل دي.
هېره دې نه وي چې د ښوونې او روزنې عمومي قومندانۍ دفترونه او ټولې شعبې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په پار د عفوني ضد توکو په وسیله دوا پاشي شوې او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.