فاریاب، غور او زابل کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی

ملي پولیسو په فاریاب، غور او زابل کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د فاریاب ولایت د اندخوی - قرمقول ولسوالیو پر لار، د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په اړوند سیمو او همداراز د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په اړوند سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترورېستي پېښو مخنیوی شوی دی.