هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۹:۱۲
7

تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د یادې نښتې پرمهال د ترهګرو طالبانو درې عرادې موټرسایکلونه، یو میل کلاشینکوف او یو قبضه راکټ انداز هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په دې نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.