د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل له کوتل دروازې او ۱۷ امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۱۰:۳
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین بیګاه شپه د کابل کوتل دروازې او اولسمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کوتل دروازې او اولسمې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پرمهال د پولیسو فعالیتونه له نږدې وکتل او د اولسمې امنیتي حوزې آمر څخه یې مننه وکړه، چې په پوره چټکتیا سره یې د هغه درې کسیزې ډلې په نیولو کې جدي اقدام کړی؛ کومو چې څه موده وړاندې یو تن د یادې امنیتي حوزې له اړوند سیمو څخه اختطاف کړی و.

ښاغلي قانع په اولسمه امنیتي حوزه کې د اختطاف شویو کسانو د کورنیو له غړو سره هم ولیدل او ډاډ یې ورکړ چې له دې وروسته به پولیس د مجرمینو په نیولو کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي او نیول شوي اختطاف چیان به د قانون منګولو ته سپاري.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له یو شمېر باروړونکو موټر چلوونکو سره د دوی د امنیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې او په لویو لارو کې د امنیتي ستونزو د حل په موخه یې موټر چلوونکو ته ډاډ ورکړ.